د بد خشان ولایت کران او منجان ولسوالي افغان ځواکونو ونیوله

comments 0

0 Views

هندوکش – بدخشان: د بدخشان د کران او منجان ولسوالي چې د لاجوردو کانونه پکې دي دوه میاشتې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.
دغه ډلې د یادو کانونو استخراج پیل کړ او لسګونه کسان یې په دې کار وګومارل.
اوس تازه د بدخشان ولایت مقام وايي چې د سیمه ییزو خلکو تر پاڅون او د افغان ځواکونو تر عملیاتو وروسته دغه ولسوالي بېرته نیول شوې ده.
د دغي ولسوالي نیول کیدل د دولت لپاره مهمه لاسته راوړنه ده په دي ولسوالي کي دلاجوردو کانونه دي چي طالبانو ترینه غیرقانوني کټي اخستلي.
خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments