د بدن د کمزورتیا لاملونه

comments 0

0 Views

کله نا کله د خپلې خوښې خوړو څخه انکار او د ناخوښې خواړه خوړل د بدن روغتیا لپاره ګټور ثابتیږي، همدا ډول ځینې خلک په خپل ورځني ژوند کې تر دې اندازې بوخت شي چې د خپلې روغتیا پام ترې هیر شي.
دلته هغه پنځه کارونه وړاندې کوو چې د انسان بدن کمزوری کوي
له اړتیا زیات خوب کول
روغتیایي پوهان سره په یوه خوله دي چې د ورځې په اوږدو کې له شپږو څخه تر اته ساعتو خوب مناسب دی، خو له شپږو څخه کم او له اتو ساعتونو څخه زیات خوب د زړه، شکر، چاغوالي او حافظې کمزورتیا ناروغۍ رامنځته کوي.
پرلپسې ناسته
مسلسله ناسته د انسان بدن کمزوری کوي، هغه که لیپټاپ یا ټي وي ته وي، او یا هم د ورځني دفتري دندې ترسره کولو نه وروسته، که څه هم د ورځنۍ دندې ترسره کولو نه وروسته په کور کې ناسته ظاهرا ارامونکي وي خو په دې سره روغتیا له ګواښ سره مخ کیږي.
بهر نه وتل
د ورځې په اوږدو کې مناسبه اندازه د لمر رڼا ته نه ګرځېدل په بدن کې شته ویټامن ډي له منځه وړي، دغه کار زیاتره په یخنۍ کې پېښيږي، ستومانتیا، دردونه او خپګان/ډپریشن د ویټامن ډي د کمښت نښې دي.
نشه کول
د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې په کمه اندازه سګریټ یا بله نشه کول هم د انسان د مړینې ګواښ دوه چنده کوي، سګریټ یا بله نشه کول اګر که کمه اندازه هم وي د انسان زړه او سږي له منځه وړي.
مناسبه اندازه اوبه نه څښل
اوبه بدن تازه ساتي او په بدن کې اکسیجن هرې برخې ته رسوي، فاضله مواد خارجوي، او د بدن ارګانونو ساتنې ترڅنګ نور هم ډیر کارونه سر ته رسوي، د ورځې په اوږدو کې تر اتو ګېلاسو اوبه څښل بدني او ذهني روغتیا کچه غوره کوي.

Share this page to Telegram

Comments