د بدخشان په بهارک کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو پوځي مشران وژل شوي دي

comments 0

1452 Views

هندوکش – بدخشان: د بدخشان ولايت چارواکي وايي، د شهدا او بهارک ولسواليو لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي دي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل مولوي محمد داود خالد او د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل برکت الله ارشد په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
د اعلاميې په حواله، د افغانستان هوايي ځواک د طالبانو دغه دوه پوځي مسؤلان په بلې ولسوالۍ وردوج کې په نښه کړي دي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر ويلي چې د طالبانو دغو دوو پوځي مسؤلانو له کلونو راهيسې پر خلکو ظلمونه کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments