د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال افغان دولت ته تسلیم شوي

comments 0

45 Views

هندوکش ــ بدخشان: د بدخشان ولایت ځايی چارواکي وايي، چې مولوي سیمع الحق قاضي دبدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ لپاره دطالبانوله لوري ټاکل شوي ولسوال له خپلو ۳تنو ملګرو سره یوځای ځانونه افغان دولت ته تسلیم شوي دي.
چارواکي زیاتوي، تسلیم شوو طالب وسلوالو په بدخشان ولایت کې دطالبانو په لیکو کې وسلوال فعالیت کاوه،چې دحقیقت له درکولو وروسته یې خپلې وسلې او ځانونه افغان دولت ته سپارلي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments