د بدخشان اوسیدونکو د طالبانو پرضد وسلوال پاڅون کړی

comments 0

6 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت نسي ولسوالۍ اوسیدونکو د طالب وسلوالو د ظلم او باج ګیریو په وړاندې وسلوال پاڅون ترسره کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو پرضد وسلوال پاڅون هغه مهال ترسره کړ، چې طالبانو په یاده ولسوالۍ په خپل سر د خلکو شخصي ځمکي پلورلې او خپلو پلویانو او ملاتړکوونکو ته به یې په وړیا ډول ویشلې دي.
دوی همدا راز زیاته کړې، چې نور به د طالبانو په ګډون هیڅ یوې وسلوالې ډلې ته اجازه ورنه کړو، چې د خلکو امنیت اوملکیت له ګواښ سره مخ کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments