د بامیان – بغلان په مرزي سیمو کې څلور وسله والو طالبانو ووژل شول

comments 0

141 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بامیان د پولیسو او هوايي ځواکونو په ملاتړ د بامیان – بغلان مرزې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د دې عملیاتو په لړ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د یادونې ده چې د عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي او هوايي ځواکونو د ترهګرو د جګړه ییزو توکو یو پټنځای په نښه او له منځه وړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments