د باقلیو سوپ

comments 0

0 Views

اړین توکي :
1. ( باقلي ) – نیم ګیلاس.
2. کچالو – ۱ عدد.
3. پياز– ۱ عدد.
4. ګاذر – ۲ عدده.
5. کوچ – 15 ګرامه.
6. د کچالیو اوړه – ۳ قاشوغې.
7. د چرګ یخني – ۲ گیلاسه.
8. اوبه – ۲ گیلاسه.
9. گشنیز ، مالګه ، تور مرچ – د اړتیا په اندازه.
د پخولو طریقه :

لومړی پیاز ټوټه کوو او له کوچو سره تفت ورکوو وروسته اوبه د چرګ یخني کچالو او ګاذر ټوټه کوو او له نیم پاخه شوو باقلیو سره یې یوځای کوو تر څو جوش شي ، وروسته حرارت ټيټوو د کچالیو اوړه د سوپ له اوبو سره یو ځای کوو او سوپ ته یې اضافه کوو حرارت ته یې ږدو تر څو پاخه شي ، له دېرش دقیقو وروته ګشنیز ورسره اضافه کوو او په مناسب لوښي کې یې اچوو .
د یادونې وړ ده که د سوپ سره لږ اندازه زعفران هم چ‌‌‌‌‌‌ډ شي خوند به یې دوه برابره شي .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments