د بادغیس لپاره د طالبانو والي ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – بادغیس: د بادغیس لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو شپیته ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، د بادغیس لپاره د طالبانو والي محمد ایوب، د هغه مرستیال شیخ کریم، د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عصمت الله او د دوی نور ملګري د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ جګړې ته تللي وو، چې د والي په ګډون شپیته طالبان ووژل شول.
امیني وایي، دغه طالبان غورماچ ولسوالۍ ته د نورو طالبانو د مرستې لپاره ورغلي وو او د چینایانو کمپ یې سقوط کړی وو، چې د هوایي ځواک پر مټ ووژل شول.
د بادغیس پولیس خوشبین دي چې له دې سره به په بادغیس کې امنیتي وضعیت تر یو بریده ښه شي او ډاډمنه فضا به رامنځته شي.
دفاع وزارت هعم مني چې په غورماچ کې یې له شپيته زیات طالبان وژلي چې مهم قومندانان پکې شامل دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments