د بادرنـګو سلاته

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- اېشولي پټاټگـې يو ګيلاس .
2- كلكي مستې يو ګيلاس .
3- د چرګ پخې غوښي يو ګلاس .
4- د زيتون غوړي څلور د خوړو كاچغي .
5- اېشولي شنه نخود يو ګيلاس .
6- بادرنـګ 6 دانې .
7- سرې مولۍ يوه دسته .
8- مالـګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د جوړلو طریقه:
لومړى بادرنـګ پرېمنځى او د منځ خوا يې لږ ګردۍ پرې كړى او منځ يې ځني وباسى بيا د زيتون غوړي لږلږ په مستو كي واچوى او بيا مالګه، مرچ، د چرګ غوښي، نخود، پټاټگـې ور واچوى او په مستو كي ګډ كړى بيا د پادرنـګو منځ د دغه موادو څخه ډك كړى او پر سر يې د زيتون دانې ور و اوډى او شا و خوا ته يې سرې مولۍ چي د ګل په شان مو جوړي كړي دي ښايسته كړى.

Share this page to Telegram

Comments