د بادامو حلوا

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- د بادامو مغز نيم كيلو .
2- بوره نيم كيلو .
3- غوړي نيم كيلو .
4- كهويا 250 ګرامه .
5- هېل 10 دانې .
6- زعفران لږ څه.
د پخولو طریقه:
لومړى بادام خشته كړى او سپين يې كړى بيا يې ميده كړى. په بوره كي 250 ګرامه اوبه واچوى او و اېشوى چي خټه شربت ځني جوړ سي بيا په غوړو كي د هېلو دانې واچوى لږ يې سرې كړى او بيا ميده سوي بادام ور واچوى او يو دوه واره يې سره واړوى بيا كهويا ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا نو خټه شربت ور واچوى او ژر ژر يې ولړى.
كله چي اوبه وچي سوې. زعفران ور واچوى. چي پر غوړو باندي راغلل راكښته يې كړى. په يوه پتنوس كي واچوى چي ساړه سي او بيا يې په چاړه باندي لكه برفي لوز لوز كړى يا يې د حلوا په ډول د چايو سره استعمال كړى.

Share this page to Telegram

Comments