د ای اس ای مفتي مولانا سمیع الحق هم د خپلو نا اهلو روزل شویو لخوا ووژل شوو! / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د پاکستان د جماعت علمای اسلام ګوند او دحقانیه دارلعلوم مشر مولانا سمیع الحق تیره ورځ په راولپندي کې په خپل کورکې د(۸۱)کلنی په عمرد چړو په ګزارونو سره په مرموزه توګه ووژل شو.
مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور وو، ځکه چې د طالبانو پخواني او اوسني اکثره مشران له حقانیه مدرسي څخه فارغ شوي او له طالبانو سره یې ډیري نژدي اړیکی درلودي او تل به یې د طالبانو جګړه په افغانستان کې جهاد باله، حال دا چې په پاکستان کې به یې د هر ډول بې عدالتیو، ناخوالو، فحشا او… پر وړاندې چپ پاتي شوي دی، نوموړی تل د طالبانو لیکي د یادې مدرسې له زده کوونکو په واسطه پیاوړي ساتلي وي تر څو په افغانستان کې د خپلو ناوړو اهداف لپاره ناامنیو ته لمن ووهي، همدارنګه کله به چې په پاکستان کې د پاکستانی تحریک طالبانو لخوا فعالیتونو زور واخیست د یاد تحریک فعالیتونه به یې ناروا بلل او برعکس په افغانستان کې به د دوي فعالیت جهاد باله او په دې پلمه به یې د طالبان په ګټه لښکر کشي کوله، چې بلاخره دا هم د خپلو دغو نااهلو روزل شويو لخوا په ډیري بې رحمي سره ووژل شوو.
ځیني کړي په دې هاند وي چې مولانا سمیع الحق د پاکستان د ترهګر سازمان ای اس ای فعال غړی هم وو، خو په هر حال، نوموړی یو له هغو تندرو او مذهبي څیرو څخه وو، چې په افغانستان کې د اوسنيو او تیرو څو لسییزو بدبختیو عامل وو چې د وروستیو لسیزو په ترڅ کې په زرګونو تنه د حقانیه مدرسي زده کوونکي د افغانستان په ورانولو او ناامنیو کې رغنده ونډه درلوده، او په اوسنيو حالاتو کې هم اکثره ځانمرګي بریدګر په همدغه مدرسه کې له ترهګریزو زده کړو وروسته افغانستان ته راستول کیږي.
مولانا سمیع الحق هغه مفسد او شیطان صفته انسان وو، چې له څو لسیزو راهیسي په افغان وژنه کې رغنده ونده درلوده، تل به یې د ای اس ای په لارښوونه په خپلو غلطو فتواګانو سره د طالبانو په مرسته په افغانستان کې جنګ ته لمن وهله،یو متل دی چې وایي ( مه کوه په چا چی در به شی په تا ) ښکاره ده چې زموږ په زرګونو بیګناه هیواد وال د ځانمرګو او انفجاری بریدونو ښکار شول، خو الحمد لله چې د مظلومو افغانانو د آه له برکته ورځ تربلی دغه ترهګریزی او مذهبي کړئ چې تل یې د اسلام او جهاد له نامه څخه ناوړي ګټي پورته کړي دي، له ماتی سره مخ کیږي او خپل مشران له لاسه ورکوی، لکه څنګه مولاناسمیع الحق په خپل کور کې په مرموزه توګه ووژل شو، نو دغو حقایقو ته په کتو سره طالب مشرانو ته پکار ده چې نور د پردیو له ولکي نه ځانونه وژغوری او د خپلو افغانانو له وژلو او هیواد له ورانولو لاس واخلي او د سولی له ملی پروسی سره یوځای او د هیواد په جوړښت کې فعاله ونده واخلي، او که نه نو د ملاعمر، ملااخترمحمد، مولانا سمیع الحق او … په برخلیک سره به مخ کیږي او په ټولنه کې به هم د ناستی ځای ونلري.

Share this page to Telegram

Comments