د ایران ځانګړي استازي؛ تهران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: ولسمشر غني نن په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي، محمد ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي.
له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼه له مخې په دې لیدنه کې دواړو لوریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني څرګنده کړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د سولې او ثبات په مانا دی او افغان حکومت هڅه کوي چې هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.
په ورته وخت کې طاهریان هم ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې خپل اصولي دریځ ته چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی دی، ژمن دی. نوموړي دغه راز ویلي چې ایران د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې حکومت محوره وي او د افغانستان د حکومت په مالکیت پر مخ یوړل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments