د ایران ولسمشر امریکې ته ګواښ وکړ!

comments 0

0 Views

هندوکش – تهران: ایران وايي، که امریکا د ایران پر وړاندې د بندیزونو او ګواښونو پالیسي ونه دروي نو ایران کولی شي چې په ډیره چتکۍ له اټمي موافقې څخه ووزي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن پارلمان ته د خپلو خبرو پر مهال وویل د بندیزونو او ګواښونو ناکامه تګلاره د دې سبب شوه چې د امریکا پخوانۍ اداره له ایران سره خبرو ته کښېني.
روحاني د ټرمپ اداره تورنه کړه چې دده په خبره نړۍ ته يې وښوده چې امریکا د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې یو ښه شریک نه و.
دا پداسی حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ بیا د روانې اګست میاشت په لومړیو ورځو کې تهران تورن کړ چې د دوی تر منځ د شوې موافقې له روحيې سره سم عمل نه کوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *