د ایران برښنا خوشې شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، ایران، بیرته افغانستان ته د برېښنا لېږل پیل کړل.
د ایران د انرژۍ وزیر، رضا ارداکنیان ویلي، اوس یې هېواد په کافي اندازه برېښنا لري او د افغانستان په ګډون به عراق او پاکستان ته هم د برېښنا لېږد بیا پیل کړي.
د ایران دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې د امریکا بندیزونو د دغه هېواد د پیسو ارزښت سخت کم کړی او په پرېمانه کچه ډالر له افغانستان څخه ایران ته قاچاق وړل کېږي.
ایران زیاته برښنا هرات ولایت ته ورکړې او له څه مودې راهیسې بنده کړې وه چې هراتي سوداګرو او صنعت کاران یې زیانمن کړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments