د ایران او امریکا اړیکې به افغانستان هم اغیزمن کړي

comments 0

8 Views

هندوکش ـ امریکا: ګمان کېږي چې پر ایران د امریکا له بندیزونو سره سم به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري هم اغېزمنه شي.
په ورته وخت کې بیا افغان چارواکو هیله ښودلې چې پر ایران د امریکا بندیزونه به د چابهار بندر اغیزمن نکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، افغانستان دا مهال په اقتصادي لحاظ پر یو یا دوه هیوادونو په بشپړه توګه متکي نه دی، خو بیا هم اقتصادي همکاریو ته اړتیا شته.
چارواکي وایي، افغان حکومت له پیله د منځنۍ اسیا هیوادونو سره ګڼې اقتصادي لارې پرانستي او د اقتصادي ودې لپاره پرهغو پروژو په جدیت کار روان دی، چې له هند، چین، مرکزي اسیا او اروپايي هیوادونو سره یې لري.
اوسمهال افغانستان او ایران په بیلا بیلو برخو کې د ورځې په میلیونونو ډالره سوداګري لري.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments