د اوکراینۍ الوتکې پېښه کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي

comments 0

16 Views

د ایران په پلازمینه تهران کې د یوې اوکراینۍ الوتکې د راپرېوتو په پېښه کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.
د ایران د لارو او ټرانسپورټ وزارت ویاند قاسم بېنیاز په وینا، د اوکراین هوايي شرکت دا بویېنګ ۷۳۷-۸۰۰ الوتکه چې له امام خمیني هوايي ډګره والوته نو یوه انجن یې اور واخیست.
ده د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا ته ویلي چې پیلوټ د الوتکې کنټرول له لاسه ورکړ او الوتکه پرېوته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې ۱۰ تنه افغانان ول.
د اوکراین امنیتي شورا وايي، په پېښه کې د عملې نهو کسانو په ګډون ۱۱ اوکرایني وګړي وژل شوي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، زیاتره وژل شوي ایرانیان دي.
د وزارت له بیان سره سم، په پېښه کې کاناډايي، جرمن، سویډنیان او برتانیویان هم وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په یوه بیان کې ویلي چې د الوتکې د پرېوتو لامل معلوموي.
نوموړي په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته تسلیت ویلی او په اومان کې یې د خپلې چوټۍ د ختمولو اعلان کړی دی.
د پېښې په ځای کې د الوتکې بېلا بېلې برخې پرتې وې او ایرانیو مرستندویه کارکوونکو د خلکو مړي او سامانونه ټولول.
هغه خبریالان چې د پیښې ځاي ته رسېدلي وايي، د الوتکې ملبه د کروندې په پټو کې شیندلې پرته ده.

Share this page to Telegram

Comments