د اوکراينۍ الوتکې د قربانيانو هېوادونه پر احتمالي قانوني اقداماتو غور کوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ اوکراین: د هغه پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي چې وګړي یې په ایران کې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې په سپرلیو کې وو، دوی به پر احتمالي قانوني اقداماتو غور وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وادیم پریستیاکو ویلي دا غونډه به په لندن کې پر راتلونکې پنجشنبه جوړیږي ، هغه ټینګار کړی چې یوازې عادي عسکر نه بلکې ټول هغه کسان دې وپوښتل شي چې د الوتکي په غورځولو کې ښکیل و.
دې الوتکې د افغانستان ، کاناډا ، اوکرایین ، برتانیا، سویډن او ایران وګړي و خو تر ټولو ډیر یانې ۶۳ یې کاناډان، ۱۳ افغانان او پاتې یې د نورو هېوادونو وګړي و.
دا الوتکه د تیرې چارشنبې په سهار هغه مهال د ایراني ځواکونو د هوايي دفاع پر توغندي وویشتل شوه چې ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوه اډو راکټي برید وکړ. په دې برید کې امریکايي ځواکونو ته د سر هیڅ زیان نه و اوښتی.
ایراني چارواکو لومړی انکار وکړ خو وروسته یې ومنله چې الوتکه د دوی هوايي دفاع په توغندي ویشتل شوې ده.
د یوۀ بل قرباني د کورنۍ غړي وویل امنیتي چارواکي د دوی اړیکي او تګ راتګ څاري.
دا الوتکه د تهران له هوايي ډګره له الوتنې درې دقیقې وروسته وغورځېدله ، په پیل کې ایراني چارواکو ټینګار درلود چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې خو وروسته یې ومنله چې د هوايي دفاع پر یوه توغندي د تیروتنې له مخې ویشتل شوې ده.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments