د اوړو حلوا

comments 0

1 Views

لازم مواد:
1- د غنمو سپين اوړه يو كيلو
2- بوره ( 750 ) ګرامه 3- غوړي
3- ( 750 ) ګرامه
4- اوبه څلور ګيلاسه
5- عرق ګلاب نيم ګيلاس
6- زعفران
7- يا ( ژړ رنـګ ) نيم مثقال.
د پخېدو ترتيب:
لومړى غوړي په يوه دېګ كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى. تر څو سره سي بيا اوړه ور واچوى او اور يې خام كړى او ورو ورو يې سره كړى كه تاسي غواړى چي ښه حلوا پخه كړى بايد اوړه يې ښه سره كړى تر څو يې رنـګ خرمايي سي او خوشبويي يې ولاړه سي. بيا بوره په اوبو كي واچوى او ښه يې و اېشوى تر څو بوره تار وكړي. بيا عرق ګلاب او زعفران په شربتو كي واچوى او سره يې كړى اوړه ور واچوى او ښه پر غوړو باندي راسي كه چيري حلوا لږ نرۍ وي يو څو دقيقې يې نوره هم پر اور باندي كښېږدى. ( كله چي مو شربت حلوا ته واچول، وروسته يې بايد پر اور باندي ډېر مه ايږدى، پدې چي شربت يې سوزي). وروسته بيا حلوا په يوه دېش كي واچوى او لږ د پستې او بادام خلال پر وپاشى.

Share this page to Telegram

Comments