د انعکاس خصوصي راډیو موسس ناپیژندو وسله والو لخوا تښتول شوې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي چې تیر ماښان په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د یوې خصوصي راډيو موسس ناپيژاندو وسله‌والو تښتولی دی.
د چارواکو په وینا، انجنیر زلمي موټر چلوونکی وسله‌والو په ډزو وژلی او خپله دی یې له ځانه سره بیولی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون لیکلي چې د ننګرهار امنیتي او سیمه‌ییز چارواکي د دې پېښې جدي پلټنه او د انعکاس راډیو د بنسټګر انجنیر زلمي د موندلو او راخوشې کولو هڅه کوي.
ده دا هم لیکلي چې په رسنیو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر ازادۍ برید دی او هېڅ د توجیه وړ نه‎دی.
سپوږمۍ پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments