د امنیت شورا پلاوي ته اسناد سپارل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلی پلاوی وضعیت له نږدې ګوري چې لومړی لاس مالومات د افغانستان د جګړې په تړاو لاس ته راوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د ولسمشر په ګډون له لوړ پوړو افغان چارواکو سره کتلي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر هم په لومړي ځل دننه افغانستان کې د نړیوال امنیت یو مهم ادرس ته د روانو ناامنیو او د اورپکو ډلو د فعالیت سرچینې ورپېژندلي دي.

ولسمشر ویلي، د ترهګرو په ځانګړې توګه د داعش ډلې ملاتړي او د دوی روزونکي له هېواده بهر دي.

ترهګري د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ دی او که يې پر وړاندې مبارزه ونه شي، خطرناکې پایلې به ولري.

جمهور رییس محمد اشرف همدا راز د سولې په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی او په دې بهیر کې يې پاکستان په دوه مخي سیاست تورن کړی.

د ملګرو ملتونو پلاوي بیا د افغان ځواکونو او خلکو څخه ملاتړ  ښودلی او ژمنه یې کړې چې د جګړې د کابو کولو او د سولې برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply