د امنیتي ځواکونو بریاوي د ستایلو وړ دی / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

څرنګه چې افغان ولس ته مالومه ده چې له مودو راهیسی زموږ ګران هیواد افغانستان د ترهګرو او تروریستانو د شومو اهدافو ښکار ده او هره ورځ مو په سلګونوبی ګناه هیوادوال د ترهګریزو بریدونو په پایله کی وژل کیږي ، کورونه او باندي مو ورانیږي او حتی جوماتونه مو هم په امن ندی، بیلابیلی ډلي او ټپلي په نوي بڼه او نوي تاکتیک سره د مغرضو ګاونډیانو له لوری ګمارل کیږي ترڅو د ناامنی او افغان وژني پدیده پلي او عملي کړي چې دې موخي ته د رسیدو په خاطر یې په خپل هیواد کې ترهګریز مراکز او پټنځایونه هم د هغوي په واک کې ورکړي او د روزني وروسته یې بیا د بیګناه او بی دفاع افغانانو د وژلو په موخه افغانستان ته راستوي.
ولی دغه بد بخت او جاهل چې د پردیو د لمسون او درواغجنو تبلیغاتو په ترڅ کې خپل هیوادوال وژنی او خپل کور اوکلی ویجاړوی دی ټکی ته خو دی پام وکړي چې قرآن عظیم الشان انسان وژنه ستر جنایت او نه بخښونکی ګناه بللی او عاملین یې ابدالابد په جهنم کی دی.
دافغانستان تاریخ د دی ګواهی ورکوی چې د پردیو غلامانو تل پدی مقدسه خاوره کې ماته خوړلی او هیڅکله خپلو ناوړو موخو ته ندی رسیدلی داځکه چې افغانان نه غواړی ترڅو د پردیو لاسپوڅي او ګمارل شوی کسان د دوي هیواد کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي او په همدې موخه د خپلو امنیتي ځواکونو سره یوځای د هیواد له ګوټ ګوټ نه دفاع او ساتنه کوی چې ښکاره بیلګه یې په دې وروستیو کې د فاریاب، غزنی، هلمند، زابل، فراه، غور، ننګرهار او … ولایتونو کې د طالب او داعش ترهګرو ډلو ځپلو لپاره د افغان امنیتی ځواکونو او د ولسوونو د پراخ ملاتړ په پایله کې پراخ عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې د ځینو ولسوالي په ګډون ګن شمیر سیمي همه د دوي له شتون څخه خلاصي شوي دي.او وسلوالو ډلو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي او د تښتي په حال کې دي او امنیتي ځواکونو د دوي لا ځپلو په موخه په خپلو چانیزو او پوځي عملیاتو ته شدت ورکړی ترڅو هغه سیمي چې د دوي تر ګواښ لاندې دي د تل لپاره د دوي له شتون او ګواښ څخه آزادی او خلکو ته د یو سوګاله او آرامه ژوندان زمینه برابری او په سیمو کې شته ستونزي له منځه یووسي تر څو خلک په یوه ډاډ منه او سولیزه فضا کې خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړي.
د اسلام، انسانیت او د افغان مظلوم ملت د سولې او ثبات دښمنانو د ناوړو کړنو او جنایتونو د مخنیوي په موخه د یو افغان په صفت له خپلو ټولو میړنیو هیوادوالو څخه خواست او غوښتنه کوم چې د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو د ځپلو په موخه د جګړي په ډګر کې د خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو او الحمدالله په دې باور لرو چې بری تل د حق خوا ته دی او زمونږ امنیتي ځواکونو د باطل پر وړانډې د حق په لاره کې مبارزه کوي.

Share this page to Telegram

Comments