د املوکو تول خاطره / صفي الله باران

comments 0

0 Views

شاوو مو له امر بالمعروف څخه خلاص کړ، موږ څو ملګرو ځانونه تش په تشه مجرمان وګڼل، د امربالمعروف دفتر ته يې را وستلو، د امر بالمعروف ملګری دوه ډلې شوه، يوې ډلې زموږ په ګټه پريکړه کوله او غوښتل يې چې رخصت مو کړي، خو بلې ډلې ټينګار کاوه چې دوی بايد د چوک په سر په درو ووهل شي ځکه د امر بالمعروف کارمندان يې وهلي دي.
په يوه تنګه کوټه کې څلور نفره واچولو، يو نفر په دې کوټه کې مخکې تر مخکې هم پروت و، له قوله يې په چرسو يې ګير کړی و.
د شپې مو هر شيبه دروازه ډبوله مسول کس چې به دروازې ته راغی ورته به مو ويل، اوبه راوړه، زړه مو تنګ دي (اغه – دغه…) د دروازې مسول مو پوزې ته راووست، نور نو د دروازې په ټکولو دروازې ته نه راتلو.
له چرسې سره مو د تېښتې خبره شريکه کړه، هغه انکار وکړ، ويل يې زما ګناه دومره نه ده، ولې ځانته په لوی لاس کار ګورم، موږ چې په چوک کې د نورو خلکو په درو وهل ليدلي وو د هيڅ شي پروا ګير نه وو، چرسې مو په څلورو نفرو را ونيوه لاس او پښې مو ور وتړلې او خوله مو وربنده کړه تر څو زموږ د تيښتې حال ونه وايي، د خونې، کوڅې لور ته وړوکې کړکۍ مې له بېخه را وويستله يو پر بل پسې په کړکۍ واوختلو، اخريني نفر چرسې هم پرانيست، لا مو د امربالمعروف کوڅه نه وه ګز او ګام کړې چې د امربالمعروف د ډاډسنې د (اووو اوووو) اواز شو.
په يوه منډه مو د امرشهيد باغ ته ځان ورساوه او له هغه ځايه د لوای سرحدي کوڅې ته واوښتو، ټول ننګرهار راته ځای نه راکوه، هر چېرته مو فکر کوه چې د امربالمعروف طالبان ولاړ دي، شپې تر شپې مو ځان له ښار څخه پياده درونټې پوهنتون ته ورساوه.
سبا په صنف کې هم ډارېدو، نو ځانونه مو مريضان کړل او صنف ته لاړ نه شوو، خو کله مو چې وليدل چې څوک مو نه تعقيبوي بيا مو نو خپلو صنفونو ته تلل راتلل شروع کړل.
يو کال وروسته مو دا کيسه له يوه ملګري سره چې په امربالمعروف کې دنده لرله شريکه کړه، هغه په خندا شو، وې، هغه تاسو واست، موږ وې بلې هغه موږ وو،‎ هغه زياته کړه چې تر ننه مو په امر بالمعروف کې کيسې کېږی.
خو ټول طالبان مو په تيښته خوشاله دي، ځکه هغوی اصلي خلک په دريېمه ورځ نيولي دی او په خپله جزا يې رسولي دي، ښه ده چې تېښته مو کړې وه کنه د املوکو تول کې به تللی وی.

Share this page to Telegram

Comments