د امریکا کانګرس زلمې خلیل زاد احضاروي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا کانګرس لخوا په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د روانې میلادي میاشتې په ۲۲مه د سولې د روان بهیر به اړه د امریکا کانګریس ته وضاحت ورکوي.
د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې امریکایي استازي د افغانستان د سولې د روان بهیر او همدا راز له دغه هېواد د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه ګڼې اندېښنې لري.
دوی په همدې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وربللی څو د ټرمپ د تګلارې او سولې د مسئلو په اړه وضاحت ورکړي.
تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو ویلي وو چې خلیلزاد به د دوحې تر سفر وروسته امریکا ته ځي او ددغه هېواد کانګریس ته به د خپلو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments