د امریکا څرګندونو پاکستان وارخطا کړی دی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړی وزیر شاخاقان عباسي وايي امریکا غواړي پاکستان کمزوری کړي او د همدې کار لپاره پر پاکستان سخت فشارونه راوړي.
عباسي وايي د ټرمپ د ټویټر څرګندونې نوی پیغام نه لري خو د یو ولسمشر له لوري داسې پیغامونه او په دغه لهجه د منلو وړ نه دي.
پاکستان ادعا لري چې د ترهګرو په له منځه وړلو کې یې له امریکا سره زیاته مرسته کړې او که بندیزونه پرې ولګول شي دا همکاري به پای ته ورسیږي.
امریکا اوس دې پایلې ته رسیدلې چې د افغانستان ثبات تر هغې نه شي تضمین کیدلی چې پاکستان پکې له لاسوهنو لاس وانه خلي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *