د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې رسما جوبايډن بریالی اعلان شو

comments 0

5 Views

هندوکش ـ امریکا: د امریکا اليکټرول کالج پرون ناوخته د رايو له بشپړې څېړنې وروسته جوبايډن رسما د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د اليکټرول کالج دغو پایلو پر بنسټ، د امریکا ډيموکرات ګوند مشر جوبایډن ۳۰۶ رایې ګټلي. په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ لپاره یې یوازې ۲۷۰ رایو ته اړتیا وه. ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په دغو ټاکنو کې د جوبایډن سیال جمهوري پال سيال و، ۲۳۲ رایې یې ګټلي او ویې نه شوه کړای چې د امریکا ټاکنې وګټي.
د دغو پایلو له اعلان وروسته جوبایډن امریکایانو ته په يوه تلوېزيوني وینا کې ویلي، خلک خپلو غوښتنو ته ورسیدل او په خبره یې د امریکا ولسواکي اوس برلاسې شوه.
د نوموړي په خبره، په ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو کې يې له ۸۱ میلیون ډېرې رایې ګټلي چې دا د امریکا په تاریخ کې خورا لوی شمېر دی.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې له خپلو ملاتړو مننه کړې او له امریکایانو یې غوښتي څو د ټاکنیزو منډو ترړو حالت پرېږدي او د راتلونکي لپاره سره یو موټی شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments