د امریکا ټاکنې: نیوهمپشایر کې د ډیموکراتانو ګوند دننه انتخاباتو کې سندرز مخکې شو

comments 0

12 Views

هندوکش ــ امریکا: امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراتانو ګوند دننه انتخابات پرون په نیوهامپشایر کې وشول.
برني سندرز تر خپلو ټولو سیالانو مخکې بلل شوی دی.
د رایو د ۶۵ فیصده شمېرنې سره د ورمنت ایالت سناتور برني سندرز په ۲۶ فیصده رایو مخکښ دی.
پیټ بوتجج ۲۳ فیصده رایې ګټلې دي.
د امریکا مخکېنی مرستیال ولسمشر جوبایډن په ۵ مقام کې راغلی.
د ډیموکراتانو لومړی دور ګوند دننه انتخابات په ایووا ایالت کې وشول چېرته چې پيټ بوتجج تر برني سندرز لږ مخکې و.
تمه ده د فبرورۍ په ۲۲ دا انتخابات په نوادا ایالت کې هم وشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments