د امریکا له پریکړو د افغان حکومت انديښنه

comments 0

11 Views

هندوکش ـ کابل: افغان حکومت له امریکا غوښتي چې د کابل – تهران سوداګري د بندیزونو په لېست کې شامله نه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دغه بندیزونه به د ایران او افغانستان تر منځ سوداګري وننګوي.
افغان حکومت وروسته له هغې له امریکا غوښتنه کړې چې واشنګټن پر ایران لغوه شوي اقتصادي بندیزونه یو ځل بیا ولګول.
افغان حکومت په وروستیو کې په جابهار بندر خپله تکیه زیاته کړې او هڅه کوي چې د پاکستان د کراچۍ بندر پر ځای یې وکاروي.
د امریکا ولسمشر تېره ورځ خبرداری ورکړی، هر هغه څوک چې له ایران سره سوداګري کوي، له امریکا سره دې سوداګري بس کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments