د امریکا سنا هم افغانستان کې د سرتېرو پر پاتې کېدو ټينګار وکړ

comments 0

1 Views

هندوکش ـ امریکا: د یو شمېر پخوانیو امریکايي نظامي چارواکو او سیاسیون تر څنګ اوس د امریکا سنا هم له افغانستان څخه د سرتېرو پر نه ایستلو ټینګار کړی دی.
د دې تر څنګ د امریکا ګڼو سیاسي او نظامي شنونکو هم په خپلو غوښتنلیکونو کې له کانګرېس څخه غوښتي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو سره مخالفت وکړي.
دوی ویلي، په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی، ځکه طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه پرې کوي.
دغه امریکايي شنونکو او پوځي چارواکو له کانګرېس نه غوښتي، چې د ولسمشر ټرمپ د دغه پرېکړې مخنیوی وکړي او د امریکا ګټو ته په کتو دې سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
د دې ترڅنګ د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر ادم سمیت هم په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، افغانان تر اوسه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري، نو اړتیا ده چې امریکا تر یوې مودې په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، افغانستان کې لا هم د ترهګرو د ودې لپاره مناسبې ساحې وجود لري او ډېری شنونکي پر دې باور دي چې که امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وایستل شي، نو د سپټمبر ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر هم په افغانستان کې د سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه ډېره خطرناکه ده.
نوموړي ویلي، افغانستان کې باید پنځه زره سرتېري پرېښودل شي، څه چې ولسشمر ټرمپ کوي، په افغانستان کې د اوباما تر تېروتنو دوه برابره لویه تېروتنه ده.
مک ماسټر وايي، د امریکايي پوځیانو نشتون به هغو تروریستانو ته خوندي پناه ځای برابر کړي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر په یوولسمه یې پر امریکا وژونکې حملې وکړې.
ده ویلي«موږ به د دغو ډلو له لوري لا ډېر ناخوندي او له خطر سره مخامخ یوو، زه فکر کوم چې زموږ د ملي ګټو پر ځای د ځواکونو ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په حقیقت کې دا کار د طالبانو د لا پیاوړتیا سبب کېږي.»
د ناټو یوه پخواني پوځي هم ټینګار کړی چې له افغانستان د سرتېرو ایستل د نړۍ او سیمې د ملي امنیت لپاره خطرونه جوړولی شي.
پخواني قوماندان جنرال جیم سټاورډیس ویلي، د ټرمپ عجولانه او غیر مسوولانه پرېکړو مایوسه کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پراخې امنې ساحې لري او که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو پیل کړې جګړه به بې هدفه پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې تر راتلونکي میلادي کال پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
د امریکا نوي سرپرست دفاع وزیر جنرال میلر ویلي و، تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments