د امریکا سفارت په کابل کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړ

comments 0

1 Views

په کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې وسله والې ډلې پلان لري په افغانستان کې یو شمېر اهداف په نښه کړي.
په خبرداري کې ویل شوي په یو شمېر ښځینه حکومتي ‌کارکوونکو او ولسي خلکو د بریدونو خطر زیات دی. دغه سفارت دغه راز ویلي، په ښوونکو، د بشري حقونو په فعالانو او نورو حکومتي مامورینو د بریدونو احتمال شته. د امریکا سفارت د دغو بریدګرو ډلو په اړه نورو معلومات نه دي خپاره کړي، خو خپلو اتباعو ته یې کلکه سپارښتنه کړې چې ډېر احتیاط او پام وکړي. دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا د سفارت پر ویب پاڼه د داسې احتمالي بریدونو خبرداری ورکول کیږي، تر دې مخکې هم دا ډول خبرداري ‌ورکړل شوي ‌دي.

Share this page to Telegram

Comments