د امریکا سفارت: د پایلو تر نهایي کیدو ارام اوسئ

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د امریکا سفارت افغانانو ته د زړورتیا لپاره چې د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او د خپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه، مبارکي ویلې ده.
په کابل کې د امریکا سفارت پر ټوېټر لیکلي چې ټول لوري په داسې وخت کې چې د انتخاباتو مامورین د پایلو په نهايي کولو کار کوي، کرار واوسي او د افغانستان د قوانینو په ګډون ټولو انتخاباتي اصولو ته متعهد پاتې شي.
د امریکا سفارت لیکلي: د انتخاباتو ډموکراتیکه پروسه لا نه ده ختمه شوې او باید په حوصله د پایلو اعلان ته معطل شو.
د امریکا سفارت په یو ټویټ کې ویلي، تر ټاکنیزو پایلو پورې دې ارامښت وساتل شي او د افغانستان قوانینو ته دې ټول لوري خپله ژمنتیا ثابته کړي.
د امریکا سفارت ویلي، افغانان ځکه د مبارکۍ لایق دي چې له ګواښونو سره سره په پیاوړي هوډ راووتل او له خپل ډیموکراټیک حق څخه یې استفاده وکړه:
(خو له ټولو مو غوښتنه ده چې تر څو پورې ټاکنیز کمېسیونونه خپله پایله اعلانوي، ټول لوري باید اصولو او قوانینو ته په درناوي ارام پاتې شي).
د امریکا سفارت نن د ټاکنو د ورځې له پیل سره هم مهاله ویلي وو له افغان ولس څخه ملاتړ کوي چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره راپورته شوی دی.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments