د امریکا د یو څېړنیز مرکز تحقیقي راپور: د ۲۰۰۱ نه د ۲۰۱۹ تر نومبره ۱۵۷ زره افغانان وژل شوي

comments 0

13 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د واسټن انسټیټوټ د څېړنیز مرکز د راپور له مخې د ۲۰۰۱ کال له پيل څخه بیا د ۲۰۱۹ کال تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله۱۵۷۰۰۰ تنه وژل شوي دي.
یاد مرکز ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ملکي وګړي، وسله وال مخالفین او افغان سرتیري شامل دي.
راپور وايي، د دوی د معلوماتو په اساس د ۲۰۰۱ له پيل څخه بیا د ۲۰۱۹ کال تر نومبر میاشتې پوري ۴۳زره ملکي وګړي، نژدې ۴۲زره وسله وال مخالفین او ۴۶زره افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
ددغه څېړنیز مرکز د راپور له مخې یاد کسان په مخامخ جګړو، سړک غاړې ماینونو او چاودنو کې وژل شوي دي.
په افغانسان کې د تېرو ۱۸ کلونو په جریان کې د وژل شویو ملکي وګړو، افغان سرتیرو او طالبانو شمېر پر داسې مهال اعلانیږي چې په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف روانه اونۍ په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکیو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې.
له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تېره ورځ وویل چې د طالبانو له پلاوي سره یې لومړی مجلس وکړ.
پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند پر خپل ټویټر لیکلي چې په یادو خبرو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د مذاکره کوونکي پلاوي هدف اوربند، د تاوتریخوالي کمېدل او تلپاتې سوله ده.
دا بین الافغاني خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون یوه عمده برخه ده.
د امریکا په ګډون د ګڼو هیوادونو استازو وویل چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید دواړه لوري له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments