د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په کرونا ویروس اخته شوی

comments 0

9 Views

هندوکش ــ امریکا: سپیني ماڼۍ د جولای پر ۲۷ مه وویل چې ۵۴ کلن اوبراین د کرونا لږ علایم لري او له همدې کبله له یوه خوندي ځای څخه چې په کې قرنطین دی ،خپل کار کوي.
دی د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شو.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پنس ته د دې ناروغي خطر متوجه نه دی.
اعلامیه زیاتوي د ملي امنیت شورا د سلاکار دنده به هم له کوم خنډ پرته دوام وکړي.
بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اوبراین یوه اونۍ له کاره لیرې و او په یوه کورني مراسمو کې تر ګډون وروسته په دې ویروس اخته شو.
په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر څلور میلیونه او دوه سوه زره اوښتي دي او شاوخوا ۱۴۷ زره کسان ترې مړه شوي دي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments