د امریکا د بهرنیو چاور نوی وزیر به پر پاکستان نور هم فشارونه ډير کړي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ واشنګټن: د امریکا د استخباراتو رئيس مايک پومپيو اوس اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له لوري د بهرنیو چارو د وزیر په توګه غوره شوی دی.

اوس اوس د امریکا غږ راډيو په يو راپور کې ويلي دي چې د پاکستان په اړه د پومپيو دريځ ډير روښانه دی.

په راپور کې ويل شوي دي چې د نوموړي استخباراتي سابقې ته په کتو سره به پر پاکستان نور هم فشارونه ډير شي.
د اشنا راډيو د خبر له مخې:«تيره مياشت سي بي ايس خبري اداري سره په خبرو کې هغه وويلي ؤ چې ” مونږ د پاکستان د خبر ساتلو پوره پوره هڅه کوو چې مونږ نور د دوي دغه (دوه مخې) تګ لاره نه منو”.

هغه ويلي ؤ که پاکستان دغه مسله هوارولې شي نو مونږ ورسره کار کولو ته خوشحاله يو، او که داسې نه وي نو زمونږ کار د امريکا ساتنه کول دي.»

د خبر له مخې: له دغې وړاندې د کال ۲۰۱۷ دسمبر مياشت کې د صد ډانلډ ټرمپ د پاکستان پر ضد د ټويټ نه څو ورځي مخکې مايک پومپيو ويلي ؤ چې که پاکستان د خپلې خاورې نه د ترهګرو پټې ځالې ختمې نه کړې نو پرضد به يي دوي د طاقت کارولو ته اړ شي.

د پومپيو نه چې کله د دې کار سر ته رسولو پوښتنه وشوه په ځواب کې نوموړي وويل چې جيم ميټس به دا يقيني کوي او د ډانلډ ټرمپ دا پيغام به پاکستان ته رسوي چې د ترهګرو پټې ځالي ختمول ډير مهم دي، ګنې د امريکا خبرداری به ورکوي چې امریکا به د ترهګرو د پټو ځالو ختمولودپاره هر څه کولی شي.

د اکتوبر مياشت کې چې کله پاکستان نړۍ ته د امريکايي ـ کېنېډايي جوړې د حقاني ډلې نه راخوشې کول ستره کاميابي ښودله نو مايک پومپيو اولنې لوړ پوړې امريکایي چارواکی ؤ چې ددغې دعوې سره يي اختلاف درلود.

پومپيو ويلي ؤ چې دغه تښتول شوې جوړه د وړاندې په پاکستان کې موجوده وه.

د نوي کال پېل کېدو سره سم د ډونالډ ټرمپ د پاکستان خلاف ټويټ وروستو امريکايي تګ لاره د پاکستان نوره سخته شوې ده او د حقاني شبکې په ګډون د نورو ترهګرو ډلو پرضدګامونو نه پورته کولو په سر يي ترې د دوه بيلنه ډالرو امداد هم ودرولی وو.

سرچينه: امریکا غږ

 

Share this page to Telegram

Comments