د امریکا دفاع وزیر: د افغان جګړې یواځینی حل لاره د سولې هوکړه ده

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي د افغانستان د اتلس کلنې جګړې لپاره یواځينۍ حل لاره د افغان حکومت، طالبانو او امریکا تر منځ سیاسي هوکړه ده.
هغه دا خبره د فاکس نیوز له ټلویزیوني شبکې سره بیګاه په یوه مرکه کې وکړه.
د امریکا دفاع وزیر داسې وخت دا خبره وکړه چې امریکايي مرکچي پلاوی عملاً نن د دریمې ورځې په مخه په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا وار بحثونه په دې متمرکز دي چې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرو او اوربند ته لار برابره شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments