د امریکا خلک پر حکومت نیوکې لري

comments 0

0 Views

هندوکش: پر سوریې د هوايي بریدونو په خاطر د امریکا ولس له حکومت ناراضه دی.

د امریکا په ګڼو ښارونو او ایالتونو کې پر سوریې د روانو بریدونو پر ضد لاریونونه کیږي.

له واشنګټن وروسته تازه په شیکاګو ښار کې لسګونه کسان واټونو ته وتلي او له حکومت غواړي چې دغه بریدونه ودروي.

لاریون کوونکي ټینګار کوي چې که ډونالډ ټرمپ جګړه غواړي نو د امریکايي ولس او حکومت لارې جلا دي.

لاریونو کوونکي د امریکا ، فرانسې او بریټانیا ګډ بریدونه د یو بهرني هیواد ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی بولي.

 

Share this page to Telegram

Comments