د امریکا او طالبانو متضادې څرګندونې / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

خلیلزاد د نهم پړاو سفر په پیل کې ویلي چې دی له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو ته چمتو دی، خو په دې هیله چې طالبان هم چمتو اوسي او په هغه څه چې بحث شوی، نهایي شي، د خلیلزاد له ټویټ ښکاري چې د دوی ترمنځ لا هم جنجالي مسایل شته چې نهایي شوي نه دي، ټاکل شوې خلیلزاد په دوه مواردو له طالبانو سره هوکړه وکړي چې د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور پای او له افغانستان څخه امریکا ته نه ګواښ موضوع ده، خو داسې ښکاري چې هوکړه کې دا نشته چې بهرني ځواکونه به په یو ځل له افغانستان وځی.
له دې ټویټ وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین لیکلي چې تراوسه د هوکړې پاتې جزیات نه دي وروستي شوي نو ځکه د د لاسلیک کره نیټه نه شي ښودلی، د سهیل شاهین له دې ټويټ ښکاري چې لا هم جنجالي موضوعات نه دي نهایي شوي، طالبان په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او امریکا په طالبانو باور نه لري چې افغانستان به د نورو ترهګرو په مرکز نه بدلوي.
په ورته وخت کې ګارډین ورځپانې د ځینو طالب سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو ځینې رهبري غړي د خبرو له روان میکانیزم خوښ نه دي او ملاحظات پکې لري، ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د حضور او نه حضور په تړاو د طالبانو مشرانو ترمنځ جنجال راپورته شوی او د پاشلو امکان شته.
د ټرمپ څرګندونې چې د پنجشنبې ورځ یې کړي د طالبانو له څرګندونو سره د ځمکې او اسمان توپير لري، ټرمپ ویلي، افغانستان هيڅکله نه پریږدي چې بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، ټرمپ ډاډ ښودلی چې خپل سرتېري به د پولیسې ماموریت څخه وباسي او استخباراتي فعالیتونو باندې به یې تمرکز کوي، خو طالبانو ویلي چې دوی یو امریکایي سرتېری هم نه غواړي.
ټرمپ لا هم پر طالبانو بې باوري ښودلې او د وضعیت د کنټرول لپاره د استخبارتو تر څنګ سرتېري هم پاتې کیږي، خو اوسنی شمېر به کمیږي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ له خبرو وروسته افغان حکومت تمه لري چې طالبان به اوربند وکړي او بین الافغاني مذاکرات به پيل کړي، د ارګ یوې ویاندې درانۍ وزیري رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د سولې نوښت د اوسني حکومت دی او پکار ده چې دوه نورو مواردو باندې هم هوکړه وشي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا تېره شپه د دارالامان قصر پرانست غونډه کې ویلي چې سوله او ټاکنې دواړه لومړیتوب دی، خو دا چې د سولې پروسه اوږده ده نو ټاکنې به وړاندې کیږي او منتخب حکومت به دا پروسه مخکې وړي.ولسمشر په خپله وینا کې په سوله ټینګار کړی، خو داسې سوله چې جګړه ختمه کړي، جمهوریت او نظام په خپل ځای وي، د خلکو حقوق او لاس ته راوړنې خوندي شي.
دې ورځو کې د رسنیو تر ټولو زیات تمرکز په سوله او انتخاباتو دی، رسنیو خپله یو ډول بې باوري پيدا کړې چې سوله کیږي او ټاکنې ځنډیږي، خو د ټاکنو لپاره چمتووالي او د حکومت ارادې ته په کتو باور شته چې ټاکنې حتمي دي او په دې تړاو تېره شپه هم ولسمشر ټینګار وکړ.
د رسنیو د راپورنو او طالب او امریکايي چارواکو له څرګندونو ښکاري چې هوکړه نه ده نهایي شوې او لا هم زیاتو بحثونو ته اړتیا لیدل کیږي، طالب هیڅ امریکایي سرتېری نه غواړي، خو امریکا به هیڅکله نه غواړي چې په بشپړ ډول له افغانستان ووځي.
سولې لپاره د افغان حکومت دريځ ورو ورو خلکو کې ځای نیسي، د سولې ترشا یوه بله جګړه ښکاري او خلک ټینګار کوي چې سوله باید د جګړې د پای په مانا وي، نه د یوې بلې جګړې د پيل.
د ټاکنو په تړاو د عبدالله دریځ بدل شوی، مخکې یې سوله لومړیتوب یادو، خو تېره ورځ یې ټاکنې لومړیتوب یاد کړی چې راتلونکی زعیم سوله مدیریت او وضعیت کنټرول کړي.
حکومت په تمه دی چې طالبان او امریکا څه هوکړه کوي او بیا وروسته بین الافغاني خبرې په کومو شرایطو دي، خو په داسې سولې حکومت ټینګار لري چې جمهوریت او د خلکو حقوقو او لاس ته راوړنې خوندي وي، ځينې دا دریځ د سولې په مخالفت یادوي، خو ځینې نور یې هر کلی کوي چې سوله باید طالبانیزم نه وي.

Share this page to Telegram

Comments