د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې کیږي

comments 0

65 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د امریکا سفارت وایي، بین الافغاني مذاکرات به د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته پیل شي.
کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، طالبان او افغان حکومت به پر هغه مسایلو بحث وکړي چې یوازې افغانان پر هغو موضوعاتو پرېکړه کولی شي.
جان باس ویلي، کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي، له هغې وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
کابل کې د امریکا سفیر ویلي، تر هغې به افغانستان یوازې پرې نه ږدي څو سولې ته نه وي رسیدلی.
جان باس ویلي، غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي څو راتلونکي کې داسې نظام ولري چې ټول وګړي یې په امن او ثبات کې ژوند وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments