د امریکا او طالبانو د خبرو جزیات خپاره شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د لومړي ځل لپاره د طالبانو او امریکا تر منځ د یوه احتمالي جوړجاړي پر سر د پټو خبرو جزیات رسنیو ته رسیدلي دي.
په دغه پنځوس پاڼیز سند کې، سولې ته د طالبانو د پیوستون څرنګوالی، د افغانستان راتلوونکي نظام څرنګوالی او په تدریجي توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو باندې خبرې شوې دي.
د (رنډ) په نوم امریکايي څېړنیز بنسټ ویلي، دغه سند امریکا له کابل او د سیمې له هېوادونو سره هم شریک کړی دی.
په دغه سند کې راغلي د سولې له بهیر سره د طالبانو له یو ځاي کېدو او د اتلس میاشتني انتقالي حکومت له جوړېدو وروسته، په دې موده کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه هم تصمیم نیول کېږي.
د امریکا د ملکي مرستو دوام او له افغانستان سره د نورو هېوادونو د مرستو لپاره زمینه برابرول هم د دې سند نورې برخې دي.
د دې سند په دوام کې، په ولسمشرۍ نظام کې د بدلونونو له هغې ډلې د ولسمشر د واک لږ کمول او د اوسني نظام په پرتله د قدرت د انډول زیاتولو ته هم اشاره شوې ده او له اسلام دین سره د قانون د یو شان والي د ارزونې په رول سره د علماوو د عالي شورا د جوړېدو یادونه شوې چې حکومت ته مشوره ورکول یې په کارونو کې دي.
په اساسي قانون کې د بدلونونو راوستل د دې سند نورې مادې دي چې باید د انتقالي حکومت په دوره کې یې وړاندیز او عملي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments