د امریکا او روسيې اړیکې خرابیږي

comments 0

0 Views

هندوکش: امریکا د روسیې څلرویشت وګړي او دولس شرکتونه تحریم کړل.

د راپورونو له مخې پر دغه روسي شرکتونو او کسانو ځکه بندیز لګول شوی، چې د روسیې حکومت د ځینو پرېکړو په پلې کولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د امریکا د خزاینو ادارې مشر سټیو منوچین د روسیې حکومت همداراز تورن کړ، چې غواړي په نړۍ کې ګډوډي رامنځته کړي.

له دې سره په امریکا کې د روسیې سفارت ویلي، د امریکا دغه اقدام د ازادو سوداګریو خلاف پرېکړه ده.

له دې وړاندې امریکا د روسیې لسګونه ډیپلوماټان ویستل، چې په ځواب کې یې بیا روسیې هم د امریکا لسګونه ډیپلوماټانو ته د وتلو امر وکړ.

Share this page to Telegram

Comments