د امریکا او جاپان مشرانو ترمنځ خبرې

comments 0

18 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره د ایران، شمالي کوریا او سوداګرۍ په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
دا خبره تېره شپه د سپینې ماڼۍ ویندوی جد دییر(Judd Deere) وکړه خو د ایران په اړه یې د دوو هېوادونو د خبرو جزئیات څرګند نه کړل.
د جاپان کیودو خبري اژانس وايي چې د امریکا د ولسمشر او د جاپان د صدراعظم ټېلیفوني خبرو یو ساعت او ۱۵ دقیقې دوام وکړ.
ابې خبریالانو ته وویل چې دا خبرې د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه وشوې.
دوی په داسې ورځ خبرې وکړې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د جاپان دوه ورځینی سفر پای ته ورساوه.
روحاني د دې سفر په لړ کې د جاپان له حکومته وغوښتل چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقې له ژغورلو سره مرسته وکړي.

Share this page to Telegram

Comments