د امریکا استازو جرګې د کورونا وایرس په اړه قانوني‌ مسوده منظوره کړه

comments 0

3 Views

هندوکش ــ امریکا: د کورونا وایرس په اړه دوه ګوندیزه قانوني مسوده د امریکا استازو جرګې په یوه خوله منظوره کړی ده. دغه بل د ناروغۍ د مخنیوي په لړ کې د مرستې په اړه ده.
دغه قانوني مسوده ښايي د قانون شکل خپل کړي ځکه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بل د منظورۍ اشاره ورکړی ده. مخکې ولسمشر ټرمپ په دغه بل تنقید کړی و.
د ډیموکریټ ګوند اکثریت لرونکی د امریکا استازو جرګې د مارچ پر ۱۴مه د قانوني مسودې منظوري ورکره چې له مخه به یې د کورونا کوویډ نورلس وایرس ازموینه او معاینه مفته وي.
د دې تر څنګ په دفترو کې کارکوونکو ته د خپلې یا د کورنۍ د غړیو ناروغۍ په صورت کې رخصیاتیانې ورکول کېږي او بې روزګارو ته به هم سهولت وي.
په بل کې کورنیو ته د خوراکي شیانو رسد هم شامل دی. د بل په حمایت کې د ۴۰ مقابل ۳۶۳ درې سوه شپږ شپېته رایې ورکړل شوې. دغه بل به راتلونکۍ اوونۍ سنیټ ته وړاندې کېږي چې ریپبلکن ګوند پکې اکثریت لري. ولسمشر ټرمپ پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د پیکیج ملاتړ کوي او د قانوني مسودې ژر لاسلیک ته لیواله دی. مخکې د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسې وویل چې د ډیموکریټ ګوند غړي له سپينې ماڼۍ سره د مرستې پر پیکج سلا شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments