د امریکايي پوهنتون استادن په مشروط ډول خوشې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: طالبانو د افغان امریکن پوهنتون استادانو په بدل کې له افغان حکومت غوښتي چې د حقاني شبکې بندیان خوشې کړي.
تیره ورځ کابل کې د افغان امریکن پوهنتون مشر کینیټ هالنډ ویلي، د دوو بهرنیو استادانو د برمته کېدو په پیښه کې حقاني شبکه لاس لري او د افغان حکومت له زندان څخه د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د ۲۰۱۶ ز کال د اګست په ۷ نېټه د افغان امریکن پوهنتون دوه استادان چې یو د امریکا او بل د اسټرالیا اوسېدونکی دی د دارالامان په عمومي سړک د علاودین په سیمه کې وتښتول شول.
کورنیو چارو وزارت ویلي، د بېلا بېلو امنیتي او کشفي ادارو لخوا هڅې رواني دي، چې دغه استادان د تښتوونکو له منګولو ازاد کړي.
امریکا بیا د تښتول شویو استادانو د خوشې کېدو لپاره یو میلیون ډالر انعام اعلان کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments