د امارت د جګړې سوړه چېرته ده؟ بريالی وياړ

comments 0

0 Views

د اسلامي امارت په نوم د طالبانو ياغي ډلې په افغانستان داسې يوه جګړه روانه کړې چې اول ډز يې پر اسلام او افغانستان دی. طالبان چې په افغانستان کې د وخت د مجاهدينو پر ضد د اسلام اباد د يوې طرحي له مخې جوړ شوي او جګړې ته سوق شوي اوس په نړۍ والو تروريستانو بدل شوي. اوس يواځې د پنجاب ملاتړ نه دی ورسره. اوس يې د دې فاسدې مجاهدې او ناوړه جګړې په لمن کې ايران، روسيې، او نورو ډېرو هېوادونو لاسونه ور اچولي.
په دې جګړه کې د ايراني جګړه مارانو د راښکېلېدو او وژل کېدو لومړۍ نمونه د دوشنبې پر ورځ له مطبوعاتو سره شريکه شوه. د افغانستان د دفاع وزارت اړوند په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومنداني وايي، فاریاب کې یې د دوو ایراني “ترهګرو” په ګډون لږترلږه ۲۹ وسله وال وژلي.
دا قول اردو وايي، وژل شویو کې د طالبانو دوه قومندانان او د هغوی دوه ایراني جګړه ماران- چې یو یې د ملا جندالله په مستعار نامه دی- وژل شوي:
“دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي عملیاتو، نښتو او په شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د اکمالاتي کاروانونو د تېرېدو پرمهال وژل شوي”.
سرچینه وايي، په وژل شویو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون یو مرستیال هم دی او د فعالیت ځای یې ویجاړ شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د افغان طالبانو په لیکو کې د ایراني جګړه مارانو د وژل کېدو خبر خپرېږي.
په وروستیو کې له ایران سره د افغان طالبانو اړیکي ډېر شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډیسمبر پر ۳۰مه وویل، چې د افغان طالبانو یوه پلاوي تهران کې د دغه وزارت له چارواکو سره خبري کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، د طالبانو او ایراني چارواکو پر دغو خبرو د افغانستان حکومت هم خبر دی.
وسلوالو طالبانو هم د جنورۍ په لومړۍ نېټه یوه اعلامیه کې وویل، چې تهران ته یې سفر د سیمې ییز سیاسي ملاتړ د ډېرولو لپاره و.
د ډیسمبر پر ۲۶مه د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر پره ترڅ کې ویلي وو، چې افغان افغان حکومت له طالبانو سره د ایران له اړیکو خبر دی او د تهران او طالبانو ترمنځ خبرې به دوام ولري.
د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې ښاغلي شمخاني ټینګار کړی چې په امنیتي بهیرونو کې د سیمې هېوادونو فعاله ونډه او ګډون د دغو هېوادونو تل پاتې ټیکاو تضمینوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایران حکومت په ښکاره له وسله والو طالبانو سره پر خبرو او اړیکو اعتراف کوي.
طالبانو د داسې يوې پردۍ جګړې پړی غاړې ته اچولی چې ايران پکې ښکېل دی. روس پکې ښکېل دی. القاعده پکې ښکېله ده. د چيچنيا ياغيان پکې ښکېل دي. د ازبکستان، تاجکستان، او نورو هېوادونو ياغيان پکې ښکېل دي. ښکېل، خو څه کوئ د دې ټولو هېودونو جګړه ماران له طالبانو سره وږه پر وږه د افغانستان د ولس پر ضد جنګېږي. طالبان د پنجابي، روسي او ايراني جګړه مارانو په زور پر خپل وطن غوبل بل کړی دی.
طالبان ظاهراً د امريکا پر ضد د يرغل د ختم په عنوان جنګېږي، مګر د طالب جګړه اصلاً يرغل دی، او د يرغل د دوام يوه وسيله ده. دويمه دا چې امريکا دلته يرغل نه دی راوړی، امريکا د يوه نړۍ وال تعهد له مخې راغلې چې راتګ، او دلته هستېدل يې جلا بحث غواړي. امريکا زموږ سړکونه جوړوي. زموږ پوځ تقويه کوي. زموږ حکومتي سيستم رغوي. زموږ له بېچاره ولس سره همکاري کوي. زه داسې نه وايم چې امريکا زموږ له غمه دلته راغلې، يا يې پر موږ ډېر زړه سوځيږي. که په بنسټيز ډول پاملرنه وشي افغانستان ته د امريکا د راتلو يواځني لاملين همدا طالبان دي. دوئ اسامه تر لکۍ لاندې پټ کړی، امريکا ته يې ګواښونه کول.
اخر امريکا د دوئ ټول امارت په ۲۴ ساعته کې نسکور کړ. اسامه وتښتېد، پاکستان کې کلونه وروسته بېرته امريکايي ځانګړو ځواکونو ووژاه. طالبانو که غيرته درلودلی، يا يې دوعاوو او نصرتونو نتيجه ورکولی، له امريکا څخه به يې په څلرویشتو ساعتونو کې ماته نه خوړلی. دا وطن به يې نه ورته پرېښولی. پاکستان ته به نه تښتېدلی. دوئ امريکا راوسته، خپله پاکستان ته وتښتېده. طالبان وايي: د ولس د ساتنې لپاره جنګېږي، مګر هغه ورځ مو ولې دا ولس د امريکا په لاس ورکړ او تاسې پاکستان ته تېښته وکړه؟
اوس چې نړۍ والې ټولنې د افغانستان د ابادۍ هڅې پيل کړي، بيا طالبانو پسې راوتلي د جهاد نغاره يې ډينګولې. وطن اشغار ورته ښکاري. ولس يرغمل ورته ښکاري. وطن وران ورته ښکاري. بيا دوئ د پنجاب، روسيې، ايران او نورو بهرنيو مغرضو هېوادونو ټوپکونه غاړې ته اچولي د هغوئ په امر وطن ازادي، د هغوئ په امر ولس له يرغله ساتي. طالبان اصلاً د يرغل په مفهوم نه پوهېږي. يرغل، خو دې نه وايي چې نړۍ ته دې تاته کومکونه درکوي، ستا حکومت دې در جوړوي، ستا پوځ دې پر پښو در دروي، او ستا حکومتي بنسټونه دې رغوي. يرغل دې ته وايي چې پنجاب، روس او ايران ټوپک در کړی چې خپل سړکونه په وران کړه. د اوبو بندونه وران کړه. ښوونځي وسوځوه. خپل ماشومان له تعليمه بې برخې کړه. خپل مسجدونه په ماينونو والوځوه. ځانمرګي پکې وکړه. د وطن اقتصاد فلج کړه. هېوادوال فقر او سوال ته مجبور کړه. د وطن محصولاتو پر ځای يې د پنجاب روميانو، بېنډيو او پيازو ته محتاج کړه.
اساسي يرغل فقر دی. طالب د فقر د پراخېدو جګړه پيل کړې ده. د افغانستان فقر د پاکستان، ايران او نورو لپاره بهترينه برنامه ده. د طالب د جګړې امرونه له اسلامه اباده راځي، اعلاميې له هماغه ځايه خپريږي. فتوا له هماغه ځايه راغلې. د شپې تور بينوالې وسلې له روسيې ورته راځي. نښه ويشتونکي توپکونه له ايرانه ورته راځي. ماينونه او ځانمرګي له پاکستانه ورته راځي. ايا د وطن د فتحې جګړه ده؟ ايا دا يرغل پر ضد جګړه ده؟ ايا دا جهاد دی؟
طالبانو نيم وطن په دې جګړې کې وران کړ. په زرګونه هېوادوال يې شهيدان کړل. عامه شتمنۍ يې لوټ کړې. کلي او ښارونه يې په ماينونو او ځانمرګو بريدنه ونړول. ماشومان يې ايتيمان کړل. په ټول هېواد کې داسې کور نشته چې طالب يې غړی نه وي ور شهيد کړی. طالب د پنجاب ساتولی راخيستی، د خپلو هېوادوالو په نسونو کې وهي، بيا يې دپاسه د امريکا پر ضد د جهاد عنوان ورکړی دی.
تاسې وګورئ په دې جګړه څومره بهرني تروريستان افشا شول. دلته پنجابيانو، روسانو، چيچن والا، القاعدې او د نړۍ نورو ياغي تروريستانو د افغانستان د عزت پر ضد جګړه پيل کړې، طالب د جهاد نوم ورکړی. طالب داسې فکر کوي چې خلک جاهل دي، يا نه پوهېږي. دوئ په ښکاره ډول له ايران، روسيې، او پاکستان سره خبرې کوي، تګ راتګ ورته کوي، د هغوئ جګړه ماران دلته افغان پوځيانو وژلي، لښونه يې د جګړې پر ډګر پاته شوي، ثبتونه يې پاته شوي، مګر طالبان بيا هم وايي، نه دا زموږ جګړه ده، نه دا د اسلام د ساتنې جګړه ده. طالب ته چې ووايي دا پردۍ جګړه ده، وايي نه دا پردۍ نه ده دا زموږ جګړه ده.
په کوم منطق دا د طالب جګړه کېدلی شي. د دې جګړې ټول مهمات د پنجاب، روس، ايران، او نورو هېوادونو دي. هرڅه يې نور ورته چمتو کوي. طالب فقط د وسلې په توګه پکې راښکېل دی. د جګړ امر، د جګړې فتوا، د جګړې رهبريت د نورو په لاس کې دی. طالب څنګه په دغسې حالت د پردو جګړه د ځان ګڼي؟ که له بل اړخه ورته وګورې، بيا د طالب خبره صحي ده دا دوئ جګړه ده. هغه داسې چې طالب د پنجاب، روسيې، ايران او نورو غلام دی. هغوئ باداران دي. بيا نو رښتيا هم جګړه د غلامانو ده، خو د جګړې واکونه د بادارانو په لاس کې دي.
طالب د قدرت د ترلاسه کېدو لپاره د هر کافر دروازه ورټکولې. له ټولو يې مرسته غوښتې. هغه چې له طالب تروريستانو سره مرستې کوي، هغوئ پوهېږي، چې طالب يوه وسيله ده. دا وسيله بايد د بل چا د استعمال لپاره ده. د هغه استعمال واکونه هم له دوئ سره دي. طالب نه له وطنه شرم لري نه يې له خپل ناموسه. طالب د وطن پر ضد جګړه کې د انسانيت، او افغانيت ټول ارزښتونه سپک کړل.
نو اصلي خبره دا ده چې د طالب د جګړې سوړه اوس يواځې په بنجاب کې نه ده. د طالب دې مردارې جګړې اوس نورو کفري ځايونو ته هم ريښې کړي دي. طالب اوس د روس، پنجاب، او ايران درې واړو په لکيو پورې نښتی دی. طالب اوس د يوې غلامۍ پر ځای درې ځايه د غلامۍ تړون کړی دی. طالب اوس د يوه امر پر ځای درې ځايه تر امر لاندې دی. د طالب جګړه اوس د يوه ادرس پر ځای له درې ځايونو رهبري کېږي. طالب چې د درو پر ځای سل ځايه هم د جګړې امريت واخلي، او سل ځايه هم سوال او فقر وکړي، لا دا وطن نور د دوئ منګلو ته نه لويږي. نور بيا دا حکومت د دوئ په شيطاني خوبونو نه بې ځايه کېږي. اوس ملت ويښ شوی. اوس خلک پوه شوي. اوس حکومت خپل بنسټ جوړ کړی. اوس وطن د ځان د ساتنې واکمنتيا ترلاسه کړې.

Share this page to Telegram

Comments