د امارت تر واک لاندې سيمه کې ژوند څنګه دی؟ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو ته خپل ځانونه تر ټولو سوچه مسلمانان او امارت تر ټولو مقدس حرکت ورته ښکاري. دوئ د دې پروا نلري چې نور يې په اړه څه فکر کوي. نه يې چاته دا ازادي ورکړې چې پر دوئ تنقيد وکړي. راشئ نن د جمهوريت او امارت تر واک لاندې سيمه کې د ټولنې پر جوړښت او د خلکو پر ژوند د تفکيک په اړه وضاحت خپور کړو. طالب چې چېرته حاکم دی، هلته څه شته او څه نشته؟
چېرته چې طالب حاکميت چلوي، هلته مدرسې بندې، ښوونځي بند، روغتيايي مراکز غيري فعال، لارې خرابې، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ خدمامت فلج، او خلک د دوئ تر ديکتاتورۍ لاندې وي. طالب سره له دې چې د ټولو ټولنيزو پرمختګونو دښمن دی، د هر وګړي په ټولو شخصي او غيري شخصي موضوعاتو هم کار لري.
په ږيره کار لري. د سر په ورښتيانو کار لري. موسيقي نه پرېږدي. له خلکو د عشر په نوم په زوره پيسې غواړي. زکات ترې غواړي. ډوډۍ ترې غواړي. له ځوانانو سره تليفون نه پرېږدي. د نټ کارول، کفر ورته ښکاري، په داسې حال کې چې دوئ خپله هر يو بې شمېره د فېسبوک مستعارې ايډيانې لري او له پاکستانه ورته ناست دي.
د طالب تر واک لاندې سيمه کې قانون نشته. قضا او محکمه نشته. انصاف نشته، عدل نشته، اخلاق نشته، هلته فقط زور دی، واسطه ده، د قانون پر ځای بې قانوني چلېږي. د قاضي پر ځای يې داسې پنډلبيان والا د حکم صادرولو ته کښېنولي چې خپل لمونځ يې لا سم نه وي زده.
طالب چې ځان د مسجد او مدرسې استازی ورته ښکاري، په دې ۱۵ کاله يې ۵۰۰ نفره نه په خپله سيمه کې له مدرسې فارغ نه کړل، نه يې چېرته څوک له ښوونځي فارغ کړ. پوهنتون، خو هسې هم هلته نشته چېرته چې طالب وي. دا اسلام او خلکو ته خدمت يې بيا څه ډول وي.
طالب چې په سيمه کې يې تعليم نشته. خلک يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نلري. مدرسې فلج وي. ټليفوني شبکې نه وي. لارې ورانې خرابې وي. خلکو ته کار نه شي پيداکولی. ځوانان ټول بې روزګاره ګرځي. ځمکوالو مجبوروي چې کوکنار وکري. له خلکو سره مرسته نه کوي، بلکې له هغوئ هر څه غواړي. اخر دا يې څنګه امارت او څنګه شريعت دی؟
داسې ډله چې د اسلام په نوم يې حرکت کړی وي، نه اسلام ته ګټه رسولی شي، نه خلکو ته او نه وطن ته، او سربېره پر دې لا هم يوه برخه ناخبره خلک د دې ډلې تر شا ولاړ وي ملاتړ يې کوي. د طالب تر واک لاندې ساحه کې له وطن سره تر ټولو غټ خيانت دا دی چې افغانۍ بندې، او کلدراې چلېږي. له دې جوتېږي چې طالب د افغانستان پر ځای پاکستان ته پوره ژمنتيا لري.
طالب چې پر کومه سيمه واک لري، هلته سراسر انسانيت، او ټولنز ثبات کډه کړې وي، هيڅ ډول بشري او انساني اصول نه مراعتېږي، او نه خلکو ته خپل حقوق رسېږي. طالب لکه ماشوم په هرشي يې کار وي، د هر چا په شخصي موضوعاتو کې ګوتې وهي.
طالب نه يواځې چې پر خلکو نور امتيازات درولي ، بلکې اوږدې لارې يې په ماينونه فرش کړي وي، هيچاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. چېرته چې طالب حاکم وي، هلته کرنه فلج وي. چېرته چې طالب شته، هلته فابريکه نشته، د ټکنالوجۍ هيڅ څرک نشته، او چېرته چې طالب شته ، هلته امن او سوکالي نشته.
څوک چې طالب غواړي، هغه په توره تياره کې ژوند غواړې، او څوک چې طالب نه غواړي، هغه د روښنايي زندګي غواي، امن غواړي، پرمختګ غواړي، او ثبات غواړي. طالب د امن او سوکالۍ سراسر دښمن او په دې نامه کوم ارزښت نه پېژني. د
دا لا څه کوئ طالب په اول سر کې د اسلام دښمن دی، او د اسلام د مدافعت په نوم يې د اسلام د مخالفت جګړه پيل کړې ده

Share this page to Telegram

Comments