د القاعده یو مهم مشر په تهران کې ووژل شو

comments 0

40 Views

هندوکش ـ ایران: د القاعدې ډلې مهم مشر عبدالله احمد عبدالله چې په ابو محمد المصري مشهور وو، په ایران کې وژل شوی دی.
باوري سرچینو د نوم نه اخيستو په شرط ويلي دي چې عبدالله د ایران د پلازمېنې پاسداران په سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړی د القاعدې له بنسټ ايښودونکو څخه وو.
نوموړي په کینا او نايروبي کې هم د امریکا پر سفارتونو چې لسګونو کسان پکې ووژل شول ښکېل وو.
عبدالله د ماين جوړولو متخصص وو چې په دې برخه کې یې له طالبانو سره هم مرسته کوله او تر ډيره د طالبانو د ننني جنګي تکتيک پلوي هم وو.
سرچینې ویلي چې د ده په اړه معلومات د وژل شوي ابو محسن المصري له موبائیل اخیستل شوي دي. ابومحسن المصري تقریباً دوه اونۍ وړاندې په غزني ولایت کې د افغانستان د څارګرې ادارې لخوا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.
فضل احمد الکوزی

Share this page to Telegram

Comments