د القاعدې شبکې د بنسټګر د زوې (حمزه لادن) تابعیت واخیستل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي سعودي چارواکو د القاعدې شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن د سعودي تابعیت اخیستی دی.
سعودي دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کړی، چې امریکا د حمزه بن لادن د نیولو یا د هغه د ځای ځایګي د معلومولو پر سر یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.
واشنګټن وايي، حمزه بن لادن اوس په القاعده شبکه کې د یوه مهم مشر بڼه غوره کړې ده. له ۲۰۱۵ کال راهیسې حمزه په یوه وېډیو او ګڼو غږیزو پیغامونو کې د خپل پلار د وژنې په غچ اخیستو کې پر امریکا او د امریکا پر ملاتړو د بریدونو غوښتنه کړې ده.
حمزه، چې ویل کېږي شاوخوا دېرش کلن به وي، د سپتمبر ۱۱ له بریدونو وروسته افغانستان کې له خپل پلار اسامه بن لادن سره و او پاکستان کې یې هم وخت تېر کړی دی.
حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments