د الفتح عملیات او د طالبان ماینونه / سید عبدالله پآچا

comments 0

0 Views

طالبان چې هر کال د پسرلني عملیاتو لپاره یو نوم ټاکي د کال په اوږدو کې یې زیات تمرکز د ملکي افغانانو په وژنو متمرکز وي او هر ځل چې ملکي وګړي شهیدان کړي د مزدور او اشغالګر د پلویانو نوم پرې ږدي.
کلونه وشول طالبان همداسې روان دي او له نیکه مرغه چې په دومره کلونو کې خلک په دې پوه شول چې طالبان د کومې موخې لپاره جګړه کوی او شعار یې څه دي، له بده مرغه چې د طالبانو شعار د اسلام دی خو د اسلام په چوکاټ کې یو کار هم نه دی برابر چې خلکو ته یې د مثال په ډول وښيي.
پخوا به ځینې خلکو د طالبانو پلوي کوله او په یو نه یو نوم به یې دا ډله ستایله، خو اوس کلونه جګړې د دې ډلې اهداف پيژندلي چې د پردیو د ګټو لپاره افغانان وژني او افغانستان له پرمختګ راګرځوي.
همدا تازه غزني کې ځای په ځای شوي ماین د اوه ماشومانو ژوند اخیستی او درې نور یې ټپيآن کړي دي، دا نه لومړنۍ پیښه ده او نه وروستۍ چې د طالبانو په ماین ماشومان قرباني کیږي، نږدې هره ورځ یوه داسې پېښه وي چې د طالبانو ماین په ملکي وګړو چاودنه کوي.
طالبان دا ماینونه د دې لپاره ږدي چې افغان ځواکونه پرې وربرابر شي، خو ډير کله همدا ماینونه د ملکي وګړو ژوند اخلي او طالبان ترې بیا ډیر کله منکر کیږي، خو جالبه دا چې دا ماینونه د طالبانو په ناامنه سیمو کې چاودنې کوي او کله چې ملکي وګړي پکې قرباني شي، بیا یې مسوولیت نه مني.
طالبان چې په ځان رحم نه کوي، نو د نورو په اولادونو به څه رحم وکړي، تاسو به اوریدلي وي چې ډیر کله طالبانو په کورونو کې ماین چاودنې کوي چې خپل اولادونه او میرمنې یې قرباني کیږي.
طالبان په دې پوهیږي چې مخامخ جګړه کې هیڅ ډول باندې نه شي بریالي کیدلی نو له همدې کبله یا ځانمرګي بریدونه کوي او یا د سړک منځ کې ماینونه ږدي چې ډير کله یې قرباني ملکي وګړي وي.
که طالبانو ځای او مرکز مالوم وای، بیا هیڅکله ژوندي نه شول پاتې کیدلی، یا به وژل کیدلی او یا به زنداني کیدلی، خو دا چې طالبان د خلکو په کورونو کې په زور باندې اوسیږي او له خلکو د سپر په توګه کار اخلي، د افغان ځواکونو کار یې یو څه سخت کړی دی.
طالبان پوهیږي چې افغان ځواکونه د خلکو کورونه نه بمباري کوي او نه بې وخته او بې ځایه د خلکو کورونه تلاشي کوي، نو همدا د طالبانو لپاره فرصت برابر شوی چې د عملیاتو پرمهال د خلکو کورونو کې ځانونه پټ کړي او یا د خلکو له کورونو څخه پر افغان ځواکونو بریدونه وکړي.
طالبان چې کلونه جګړه کې نه دي بریالي شوي یواځینی لامل همدا دی چې طالب اوس په ولس کې ځای نه لري او هغه څه چې د طالب شعار دی ، د هغې برعکس جګړه کوي او انسانیت او اسلامیت تر پښو لاندې کوي.
طالب یو مزدور د جګړې کرایي قاتل دی چې هیڅکله هم د جګړې اصول په پام کې نه نیسي، یواځې هغه کار کوي چې خپل بادار یې ورته وایي، هغه بادار چې د طالب لپاره وسلې او پيسې برابروي.

Share this page to Telegram

Comments