د افغان ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال ۲۱ وسله وال وژل شوي

comments 0

2761 Views

هندوکش – اتل قول اردو: چارواکي وايي د افغان ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال ۲۱ وسله وال وژل شوي ۱۱نور ټپيان دي.
په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مرستيال احمدصادق عیسی خبريال ډاټ کام ته وويل چې افغان ځواکونو په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار ،زابل او اورزګان ولايتونو کې د وسله والو پر ضدعمليات ترسره کړي دي چې پرمهال ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي چې افغان ځواکونو کندهار په ميوند ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي چې پرمهال يي ۶ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د ۲۰۵ قول اردو مطبوعاتي مرستيال همداراز وايي چې د زابل په قلات او شاه جوی کې د وسله والو طالبانو د يوه نظامي مشر په ګډون ۲۱وسله وال وژل شوي او همدارنګه داروزګان په چوره ولسوالۍ کې بیا ۳ وسله وال وژل شوي او ۴ نورټپیان دي.
هغه ويلي چې د عملياتو پرمهال د وسله والو وسلي او پټنځايونه هم لمنځه وړل شوي دي خو افغان ځواکونو ته يي دمرګژوبلي په تړاوڅه نه دي ويلي.
ددغو څرګندونو په تړاو تردامهاله وسله والو طالبانو او ياهم کومې بلي ډلي څه نه دي ويلي.
سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments