د افغان کډوالو په وضعیت خبرې کیږي

comments 0

5502 Views

هندوکش – کابل: پاکستان نن د افغان کډوالو په تړاو څلور اړخیزه ناسته کوي.
پاکستانیو چارواکو ویلي چې په دغې ناسته کې به په ایران او پاکستان کې میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر لار نقشې خبرې وشي.
دغې ناستې ته افغان او ایراني چارواکي ورغلي او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان برخې استازي هم وربلل شوي دي.
پاکستانیو چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو چارو او د پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې هم کړې دي.
دې غونډه کې به بحث وشي چې کډوالو ته موده تمدید شي او که خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments