د افغان ښځو شبکه: موازي حکومتونه او د قید او شرط پرته د طالب بندیانو پریښودل د افغانستان په زیان دي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کابل: د افغان ښځو شبکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خوشې کولو په اړه د خبرو یوه ورځ وروسته اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې شبکې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک په اړه لاهم ښځې اندېښمنې دي.
دغې شبکې ویلي دي که طالب بندیان د یوې ښکاره کړنلارې او د حقوقي لړۍ د عملي کېدو پرته خوشې شي، دا ورته د منلو وړ نه ده.
په اعلامیې کې راغلي:”موږ د حکومت دریځ سره چې د بندیانو مشروط خوشې کېدل دي مخالفت نه لرو خو د حکومت له خوا هر تعین شوی مخکنی شرط باید خلکو سره شریک شي.”
دغه شبکه وايي چې د خلکو ساتنه د حکومت دنده ده او د هر هوکړه لیک په مقابل کې باید مسؤولانه عمل وکړي.
له دې مخکې افغان حکومت ویلي چې طالب بندیان د خوشې کېدو مخکې بایومتریک کیږي او له هغوی نه د ضمانت لیکلی خط اخیستل کیږي تر څو د جګړې لیکو ته بیا ځلي ولاړ نشي.
له دې سره د افغان ښځو شبکې تېرو ټاکنو کې د خلکو ګډون ته په کتو ویلي چې موازي حکومت د خلکو په ګټه نه دی.
د دغې شبکې غړو دا هم ویلي چې دواړه سیاسي څېرې باید د یوې سیاسي اجماع رامنځ ته کولو لپاره هڅه وکړي او په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې باید د ښځو ونډې ته پام وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments